د بخښني نړیوال سازمان: افغان مېرمنو سره د پیوستون لپاره خپل ږغ ملګری کړئ

Jan 8, 2022 - 11:25
 5
د بخښني نړیوال سازمان: افغان مېرمنو سره د پیوستون لپاره خپل ږغ ملګری کړئ

د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د ښځو له اعتراضونو سره یو وار بیا د پیوستون غوښتنه وکړه.

دغه سازمان پرون جمعه په خپل ټویټر کې د ښځینه معترضانو د یوې ویډیو تر څنګ لیکلي، افغان مېرمنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د خپلو بنسټیزو حقونو لپاره خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي.

دغه سازمان په یوه انلاین کمپاین کې له خلکو غوښتنه کړې چې له افغان ښځو سره د پیوستون لپاره خپل غږ ملګری کړي.

پرون هم په کابل کې یو شمېر ښځې په یوه کور کې په اعتراضي ډول راټولې سوې وې؛ د دوی په استازیتوب یوې وویل: "نړۍ باید په افغانستان کې د ښځو د اعتراضونو څپې او د طالبانو عکس العمل ته په پام دا نتیجه اخیستې وي چې د افغانستان اوسنۍ ښځې، هغه پخوانۍ ښځې نه دي چې د تاریخ د ظالمانو درد وزغمي او هېڅ ونه وايي، خو د تنهایۍ په کونج کې پر ځانونو وژاړي."

طالبانو په ځینو مواردو کې د ښځو د ځینو لاریونونو مخه نیولې ده. دغه ښځې چې د خپلو اساسي ازادیو غوښتنه کوي، په افغانستان کې ښځو او نجونو ته د کار او تعلیم غوښتنه کوي.

طالبانو په اکثرو ادارو کې ښځینه کارکوونکو ته د کار او په اکثرو ولایتونو کې نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د تعلیم اجازه نه ده ورکړې.