د ژغورنې کمېټه: د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل سي

Jan 8, 2022 - 11:36
 3
د ژغورنې کمېټه: د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل سي

د افغانستان روغتیايي سکتور باید وژغورل سي.

د ژغورنې نړیوالې کمېټې په خپل یوه تازه راپور کې د افغانستان اقتصادي او سیاسي وضعیت ته کتنه کړې ده او خبرداری ورکوي چې که وضعیت همداسې دوام کوي او د اقتصادي ځوړتیا مخنیوی و نه سي، نو ددې احتمال سته چې د روان میلادي کال تر پایه تر ۹۰ سلنه پورې روغتیايي مرکزونه وتړل سي.

د دغه کمېټې په اعلامیه کې راغلي چې د روان کال تر پایه ښایي ۹۷ سلنه وګړي په افغانستان کې له بېوزلۍ سره مخ سي نو له همدې امله نړیوالو ته په کار ده چې ددغه هېواد لاسنیوی وکړي.

د ژغورنې نړیواله ډله وایي که د افغانستان روغتیايي سیستم ته زیان اوړي نو میلیونونه وګړي له خطر سره مخ کېدلی سي، چې له همدې امله ددغه برخې د ژغورنې او له افغانستان سره د اقتصادي مرستو ستره اړتیا لیدل کېږي.

د ژغورنې نړیوالې ډلې د افغانستان د کنګل سوې شتمنۍ د ازادولو وړاندیز هم کړی دی.