د کار او ټولنیزو چارو ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې رسماً پیل کړه

Dec 11, 2021 - 19:24
 8
د کار او ټولنیزو چارو ریاست نوی رئیس معرفي او دنده یې رسماً پیل کړه

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست لپاره نن د يوې غونډي په ترڅ کي نوی رئیس انجینر حبیب الله (دین دوست) د دغه ادارې کارکونکو ته ور وپېژندل سو.

پر همدې مهال د ولایت مقام اداري مولوي مجیب الرحمان (مُبارک) وویل؛ د کار او ټولنیزو چارو نوی رئیس انجینر حبیب الله (دین دوست) له مرکزه د رالېږل سوي مکتبوب په اساس ټاکل سوی او نن یې پر دنده پیل وکړ.

نوموړي زیاته کړه، یاده دنده یو ستر مسؤلیت دی او غوښتنه یې وکړه،چي د یاد ریاست نوی ټاکل سوی رئیس دي دا درُند مسؤلیت په صداقت او ایماندارۍ مخته یوسي، ترڅو ولسونو ته پر وخت خدمات وړاندي او د ستونزو حل ته یې رسیدګي وسي.

د کار او ټولنیزو چارو ریاست نوي رئیس انجینر حبیب الله (دین دوست) د خپل خبرو پر مهال وویل؛ د اسلامي امارت دمسؤلینو څخه مننه کوم چي په ما یې باور وکړ او دا دروند او لوی مسؤلیت یې را وسپارئ.

نوموړي وویل؛ زه به خپل دنده د اسلامي اصولو مطابق په بشپړي ژمنتیا سره مخته وړم ،چي په وینا راتلونکي کي به هم خپل دندې ته ژمن یم او په پوره صداقت او ایماندارۍ به خپل ستړي ولس ته چوپړ کوم.

هغه د خلکو څخه غوښتنه وکړه، چي د کارونو په ترسره کولو کي راسره همکاري وکړئ ، تر څو ستاسو ستونزو ته پروخت رسیدګي او په ښه توګه تر سره سي.