روم کې د افغانستان سفارت: یوه شړل سوي افغان ډپلوماټ پرسفیر برید کړی

Jan 6, 2022 - 16:54
 7
روم کې د افغانستان سفارت: یوه شړل سوي افغان ډپلوماټ پرسفیر برید کړی

د ایټالیا په پلازمېنه روم کې د افغانستان سفارت وایي، وروسته تر دې یې د ایټالیا له پولیسو د مرستې غوښتنه وکړه چې یوه شړل سوي ډپلوماټ پر سفیر برید وکړ.

سفارت په یوه بیان کې چې پرون چهارشنبه (د مرغومي ۱۵مه) یې خپور کړ وویل، د محمد فهیم کشاف په نوم پخوانی ډپلوماټ د سفارت ودانۍ ته یوه ورځ مخکې ننوتی و چې د طالبانو له لوري سفیر ټاکل سوی دی. په بیان کې وړاندې راغلي دي چې کشاف د سفارت د کار کوونکو مخته پر سفیر حمله وکړه، خو سفیر له ځانه دفاع وکړه او د ایټالیا پولیسو ته یې زنګ وواهه.

په بیان کې ویل سوي دي چې د ایټالیا پولیسو کشاف له سفارته وایست.

د ایټالیا سفارت لکه په نورو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونه د واک په یوه خلا کې کار کوي.

ډېری سفارتونه لاهم لویدیځ پلوه نظام ته وفاداره دي چې د اګسټ په پنځلسمه طالبانو بې واکه کړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په ټویټر کې لیکلي دي چې کشاف دوی د سفیر په توګه نه دی ټاکلی، خو د کشاف د ډپلوماټیک ماموریت دوره پای ته نه ده رسیدلې، نو له سفارته د هغه ایستل یوغیرقانوني عمل دی.