د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ ۷ وسله وال غله نیول سوي دي

Jan 10, 2023 - 17:27
Jan 10, 2023 - 22:13
 10
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ ۷ وسله وال غله نیول سوي دي
د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ ۷ وسله وال غله نیول سوي دي
‏د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر وايي، د استخباراتو رياست منسوبينو د بهسودو ولسوالۍ مربوطاتو کې د وسله والو غلو اووه کسیزه ډله، چې د سرتيرو له نوم څخه په ګټې اخيستنې يې د تالاشۍ په بهانه له يو کور څخه غلا کوله لاس په لاس ونيول.
ياد دفتر زياتوي، ‏نيول سويو کسانو سره پنځه میله وسلې، يو فيلډر او يو ټوډي ډوله موټر هم نيول سوي دي او په خپلو جرمونو يې اعتراف کړی.
\
ياد وسله وال غله د کندهار، بلخ، کاپیسا او ننګرهار ولايت اوسیدونکي دي، چې د جوړ سوي پلان له مخې يې له کابل څخه دې کور ته د غلا په موخه راغلي و.
د رسنيو دفتر په وينا، ‏نيول سوي کسان استخباراتو رياست کې تر څېړنو لاندې دي، چې د عدلي او قضايي ارګانونو له لوري به ور سره د شریعت له مخې چلند تر سره سي.