د افغانستان بانک ۱۲ ملیونه امریکايي ډالر د ازادې سیالۍ له لارې لیلاموي

Mar 23, 2022 - 17:09
 5
د افغانستان بانک ۱۲ ملیونه امریکايي ډالر د ازادې سیالۍ له لارې لیلاموي

د افغانستان بانک ویلي چې په پام کې لري، سبا چهارشنبه ۱۲ ملیونه امریکايي ډالر د ازادې سیالۍ له لارې په لیلام وپلوري.

دغه بانک نن په خپل ټویټر کې لیکلي چې تجارتي بانکونه، د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکتونه کولای شي چې په دې داوطلبۍ کې برخه واخلي.

اسلامی امارت هڅه کوي چې په دغو هڅو سره د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت ثابت وساتي. نن یو ډالر په څه باندې ۸۷ افغانیو تبادله کېده.

که څه هم د ډالرو په وړاندې د افغانیو ارزښت یو څه لوړ شوی، خو خلک شکایت لري چې د خوراکي او نورو ضروري موادو بیې لا هم ټیټې شوې نه‌دي.