د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له امیر خان متقي سره لیدلي

Mar 23, 2022 - 17:05
 8
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې له امیر خان متقي سره لیدلي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز په کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر امیر خان متقي سره د بشري مرستو، بشري حقونو، پراختیایي پروژو او د افغانستان د بانکي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د بهرنیو چارو د وزارت د خبرپاڼې له مخې دیبرا لاینز په دې کتنه کې د هغه راپور جزئیات له ښاغلي متقي سره شریک کړل چې په وروستیو کې یې د امنیت شورا غونډې ته وړاندې کړی و.

متقي بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مأموریت د غځېدو په اړه وویل، هیله‌من دی چې د افغانستان لپاره به ښې پایلې ولري.

ملګرو ملتونو تېره اوونۍ په افغانستان کې خپل مأموریت د یوه بل کال په مخه تمدید کړ.