ا ا ا د کابل پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې

Mar 27, 2022 - 17:19
 5
ا ا ا د کابل پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې

د امر بالمعروف او نهی عن‌المنکر وزارت د کابل ټولو پارکونو ته د نارینه‌وو او ښځو د ورتګ لپاره ورځې مشخصې کړې.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، یکشنبه، دوشنبه او سې شنبه به مېرمنې کولای شي پارکونو ته لاړې شي، په دې شرط چې شرعي حجاب‌یې رعایت کړی وي.

اعلامیه زیاتوي نارینه به کولای شي د چهارشنبې، پنجشنبې، جمعې او شنبې په ورځو پارکونو ته د تګ اجازه لري، خو د اسلامي امارت پر دغې پرېکړې ځینو سازمانونو انتقاد کړی دی.

له دې جملې د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو د حقونو مرستیال مشرې هیدر بار ویلي دا په دې معنی ده چې اسلامي امارت هڅه کوي پارکونو ته د کورنیو د تګ مخه ونیسي.