د قطر د بهرنیو چارو وزیر: زدهکړو ته د افغان نجونو نهپرېښودل بوږنوونکې ده

د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني وايي، له شپږم ټولکي پورته د افغان نجونو د نهپرېښودو په اړه د اسلامي امارت پرېکړه بوږنوونکې وه او له طالبانو غواړي چې پر خپله پرېکړه بیا کتنه وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر له اېن بي سي ټلوېزیون سره په مرکه کې پر اسلامي امارت غږ وکړ چې نجونو ته د زدهکړو د حق د ورکولو او پراخبنسټه حکومت د جوړولو په اړه له نړیوالې ټولنې سره پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په تړاو د خپل هېواد د منځکړیتوب د رول دفاع وکړه.
قطر له ډېرو کلونو راهیسې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر او همداراز د امریکا او اسلامي امارت د هغو خبرو کوربه و چې په نتیجه کې یې د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹مه د دواړو خواوو ترمنځ موافقه لاسلیک شوه او پر اساسیې امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل.