چارواکي وايي، ‏ننګرهار کې د سياف فاميلي او ګلميران له لوري پلورل سوې ځمکې باندې جوړ شوي ښارګوټي د غصب په ځمکه جوړ سوي.

Jan 27, 2023 - 20:58
 14
چارواکي وايي، ‏ننګرهار کې د سياف فاميلي او ګلميران له لوري پلورل سوې ځمکې باندې جوړ شوي ښارګوټي د غصب په ځمکه جوړ سوي.
د ننګرهار ولايت رسنيو دفتر کرنې او غصب مخنيوي کميسيون له قوله ليکلي، چې سره رود ولسوالۍ کې په ۲۸۶۱ جريبه ځمکه د سياف فاميليو سيمه کې دولتي ځمکه تثبيت شوه او هيڅ ډول قانوني اسناد نه لري.
‏ياد کمېسيون وايي، په دې سيمه کې ګلميران له لوري سباوون په نوم يو تن باندې ۳۶۴۸ جريبه ځمکه پلورل سوې چې دا هم دولتي ځمکه ده او هيڅ ډول اسناد نه لري.
کرنې رئيس وايي په دواړو ښارګوټو کې له دې وروسته څوک نوی کار نه شي کولی او د ځمکې خلاصون په موخه به قانوني اقدامات تر سره سي.
سکون راډیو