د امر بالمعروف وزیر: طالبان د ښځو چارو وزارت پر نوې تګلاره کار کوي

افغانستان کې د امر بالمعروف وزیر وایي، طالبان د ښځو چارو وزارت پر نوې تګلاره کار کوي.
شېخ محمد محمود نن چهارشنبه (د تلې ۲۸مه) د کندهار د ښځو چارو رياست د امر بالمعروف په نوم ونوماوه او ويې ویل چې د امر بالمعروف دنده به ټولنه کې د جرمونو او فساد سره مبارزه وي.
له پلازمېنې کابل وروسته طالبانو د کندهار د ښځو چارو رياست هم د امر بالمعروف او نهي عن المنکر په نوم ونوماوه.
د طالبانو د امر بالمعروف وزير شیخ محمد محمود په دې اړه جوړو شوېو مراسمو ته وویل چې مبارزه يې د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره وه، خو داسې ګام نور نه اخلي چې د امر بالمعروف د اوامرو د تطبیق په نوم د یو چا عزت او حیثیت ته زيان ورسيږي.
شېخ محمد وايي، د کار ډول يې په تدریجي توګه د اسلامي احکامو عملي کول دي.
دده په وینا دا ځل د تېر په شان چا ته د سزا او محاکمې دنده نه لري بلکې د خلکو د پوهولو کوښښ کوي.
دی زیاتوي: "یوازې امر بالمعروف دې ته نه وايي چې موږ خدای مه کړه کوم مسلمان ونیسو او هغه ووهو او وټکوو، موږ به د منکراتو ازاله کوو او لومړی به یې د خپلو مجاهدینو څخه پیل کړو."
د طالبانو د کابينې دغه غړي يو ځل بيا د مېرمنو د حقونو او د نجونو د تعلم په اړه د طالبانو مخالفت رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د ښځو چارو وزارت له منځه نه دی وړی، بلکې د مېرمنو د حقونو د دفاع لپاره د ښځو چارو وزارت او د نجونو د تعلیم پر نوې تګلاره کار روان دی.