ملګري ملتونه: په کابل کې سخت ژمي د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی

Jan 23, 2022 - 14:59
 4
ملګري ملتونه: په کابل کې سخت ژمي د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخ کړی

په داسې حال کې چې په ناروې کې د افغانستان پر بشري وضعیت بحث کېږي، د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا «UNFPA» وايي په کابل کې د بې وزلۍ او سخت ژمي له کبله د ګڼو کسانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

دغې ادارې نن په ټویټر کې لیکلي د خلکو د نفوس زیاتوالی، بې وزلي، د خلکو بې ځایه کېدل او د هوا سوړوالی زیات سوی چې ورسره د خلکو زیان ګالل او روغتیايي ستونزې هم زیاتې سوې دي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق وايي، دوی په افغانستان کې مېندو، نویو زېږېدلو ماشومانو او ځوانانو ته د روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ملاتړ کوي.

تر دې مخکې هم د ملګرو ملتونو نورو ادارو د کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې بشري مرستو ته د ملیونونو افغانانو د اړ کېدو په باب څرګندونې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده چې د ناروې پلازمېنه اوسلو نن د هغې درې ورځنۍ غونډې کوربنه ده چې د طالبانو استازي په کې له اروپايي، امریکايي او نورو سازمانونو له استازو سره خبرې کوي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې غونډه کې به د نورو موضوعاتو ترڅنګ افغانستان کې د بشري وضعیت څېړل او پرتو ستونزو ته د حل لارو په اړه خبرې او بحثونه وسي.