هلمند کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وسو.

Nov 23, 2022 - 22:25
 24
هلمند کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وسو.

هلمند کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوی وسو.

تېره ورځ د تاریخي آبداتو څخه د لیدني کمېسیون د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د شهزاده بابا زیارت او د شهیدانو په سیمه کي د ځمکو د غصب مخنیوی وکړ.

د یادو غصب سویو ځمکو څخه د لیدني پر مهال د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آبداتو مدیر حافظ مولوي حمدالله مدثر او د امنېه قومندانۍ استازي حضور درلود.

د تاریخي آبداتو څخه د لیدني دا کمېسیون تېره ورځ په مرکز لښکرګاه کي د شهزاده بابا زیارت او شهیدانو د سیمي څخه د نږدې لیدنه وکړه، چي پر مهال یې شاوخوا ۱۰ جرببه ځمکه له غصب څخه پاکه کړل. 

د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د تاریخي آبداتو مدیر حافظ مولوي حمدالله مدثر باختر خبري آژانس ته وویل:چي دوی تر دې مهاله د مرکز لښکرګاه په ګډون په سنګین، باباجي او ګرشک ولسوالیو کي ډیری تاریخي کلاوي او ځمکي له غصب څخه پاکي کړي، او په لنډ وخت کي به پاتي کلاوي هم له غصب څخه وژغوري.

همداراز نوموړي زیاته کړه چي د ا.ا.ا په راتګ سره دوی د تاریخي آبداتو د ساتني لپاره خپل هڅي پیل کړي، او دې وروستیو کي له تاریخي آبداتو څخه د سیلانیانو شمېر هم ډیر سوی چي څه برخه یې بهرني سیلانیان دي.

نوموړي له یونیسکو سازمان وغوښتل چي د تاریخي آبداتو په رغولو کي ورسره مرسته وکړي، او له ولسي وګړو یې وغوښتل چي د تاریخي آبداتو او کلاوو څخه د لیدني پر مهال یې ساتنه وکړي.

د یادوني وړ ده چي په دې وروستیو کي له تاریخي آبداتو څخه په لیدنه کي د بهرني سیلانیانو شمېر د پام وړ لوړ سوی، چي د هیواد له لرغونو او تاریخي سیمو څخه یې لیدنه کړې.

سکون راډیو