رسنۍ: ایران په یوه اټومي بټۍ کې د ۶۰ سلنه سوچه یورانیمو غني کول پیل کړي.

Nov 23, 2022 - 18:50
 37
رسنۍ: ایران په یوه اټومي بټۍ کې د ۶۰ سلنه سوچه یورانیمو غني کول پیل کړي.

اپورونه وايي ایران په خپله یوه اټومي بټۍ کې د شپېته سلنه سوچه یورانیمو غني کول پیل کړي دي.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو په اساس د ایران حکومت د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته خبر ورکړی چې د فوردو تر ځمکې لاندې اټومي بټۍ کې یې د شپېته سلنه سوچه یورانیمو غني کول پیل کړي دي.

ایسنا نیمه دولتي خبري آژانس راپور ورکړی چې ایران د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې ته په یوه مکتوب کې خبر ورکړی چې په فوردو بټۍ کې یې د شپېته سلنه سوچه یورانیمو غني کول پیل کړي او دا یادونه یې هم کړې چې دا د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د وروستي پرېکړه لیک په ځواب کې سخت غبرګون دی.

د تېرې پنجشنبې په ورځ د د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د مشرتابه بورډ ۳۵ غړو هېوادو هغه پرېکړه لیک تصویب کړ چې د ایران په دریو اټومي بټیو کې د یورانیمو د موندل شویو نښو په اړه په تحقیقاتو کې د سمدستي همکارۍ غوښتنه پکې شوې.

دا خبره د بندو دروازو شاته د د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د غونډې ګډونوالو ډيپلوماتانو کړې ده.

ایراني رسنیو ویلي، دا اقدام د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د هغې غوښتنې په ځواب کې شوی چې له تهران څخه یې د نورې همکارۍ غوښتنه کړې.

د ایس این این په نوم د ایران یوې بلې خبري شبکې بیا خبر ورکړی چې تهران غواړي د ناتنز او فوردو په اټومي تاسیساتو کې نوي سنټرفیوژونه هم ځای پرځای کړي.

رویټرز خبري آژانس په تېره جون میاشت کې راپور ورکړ چې تهران په پام کې لري د فوردو په اټومي بټۍ کې د یو ډول نویو سنټرفیوژونو د ځای پرځای کولو له لارې د یورانیمو د غني کولو فعالیتونه زیات کړي.

دا سنټرفیوژونه دا وړتیا لري چې د یورانیمو د غني کولو د بېلابېلو کچو ترمنځ بدل رابدل شي.

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په روان ۲۰۲۲ کال کې د دوهم ځل لپاره د ایران د اټومي پروګرام په اړه د تحقیقاتو اړوند پرېکړه لیک تصویب کړی خو د ایران د بهرنیوچارو وزارت پرون دوشنبې دا پرېکړه لیک رد کړ او ویې ویل چې دا سند سیاسي انګېزه لري.

سکون راډیو