دفاع وزارت ۲۲۶ تنه پخواني منسوبين په دندو ګومارلي.

Apr 16, 2023 - 18:53
Apr 19, 2023 - 17:18
 7
دفاع وزارت ۲۲۶ تنه پخواني منسوبين په دندو ګومارلي.

ملي دفاع وزارت ویلي، چې ددې وزارت په تخنیکي، مسلکي او تخصصي برخو کې د بېلابېلو څانګو ۲۲۶ تنه منسوبین چې په وروستیو کې د خپلو دندو د خدمت ټاکلې مودې د پای‌ته رسېدو له امله تقاعد ته سوق سوي وو، په “بالمقطع” ډول جذب سوي دي.

د ډیرو نورو خبرونو لپاره زموږ فیس بوک پاڼه درسره لایک او شیر کړي

یاد وزارت همداراز هغه اوازې رد کړي چې ګواکې د دې وزارت فني او مسلکي پرسونل د ذاتي قانون په پام کې نه نیولو سره ځینې کسان تقاعد ته سوق کړي او زیاتوي، دغه وزارت ژمن دی چې مسلکي او متخصص کسان جذب کړي او د اړتیا په صورت کې د خپلو کارکوونکو له تجربو ګټه واخلي.

د سکون یوټیوب چینل درسره سبسکرایب او شیر کړئ

دا په داسې حال کې ده چې د سرپرست حکومت د کابینې په ۳۰مه غونډه کې پرېکړه سوې، ټولې دولتي ادارې کولی سي، هغه متقاعدین چې د کار کولو توانايي لري، په خپلو ادارو کې په “بالمقطع” ډول او معلولان په رسمي ډول وګماري.

سکون راډیو