مري اېلین مک ګرووارټي: نړیواله ټولنه دې افغانستان ته د پیسو لېږد جاري وساتي

په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مشره له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغانستان ته د پیسو استول جاري وساتي.
مري اېلین مک ګرووارټي پرون په بروکسل کې له اسوشیتېدپرېس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل، افغانستان د اقتصادي سقوط پر مورګه ولاړ دی.
ګرووارټي وویل:" ۲۰۲۲ کال لپاره کافي پیسې نه لرو. هیله لرم چې په جنوري میاشت کې به ۱۲ ملیونه کسانو ته مرستې ورسوو، خو دا بیاهم د هغو خلکو نیمايي برخه ده چې نن د غذايي مصؤنیت د نشتوالي له سخت حالت سره مخ دي."
مېرمن مک ګرووارټي یوځل بیا خپله هغه وینا تکرار کړه چې په روانه اوونۍ کې یې پر ټویټر لیکلې وه چې افغانستان د خوړو د پلور او پېر په بازار کې د اړتیا وړ پیسو د نشتوالي له کبله د لوږې له څونامي سره مخامخ دی.
هغې پر نړیوالو غږ وکړ چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ته د میلیاردونو ډالرو مرستو د یقیني کولو له لارې د یوه بشري ناورین مخه ونیسي خو هغې ټینګار وکړ چې دا پیسې د طالبانو لاس ته له لوېدو پرته له نورو لارو واستوي.
د ملګروملتونو د دې مرستندویې ټولنې د ارقامو له مخې د افغانستان ۲۲،۸ ملیونه افغان وګړي د خوړو له جدي کمښت سره او له دې ډلې ۸،۷ میلیون خلک له قحطۍ سره مخامخ دي.