د پاکستان کورنیو چارو وزارت وايي، عمران خان دې د ورپېښو خطرونو په اړه مالومات ورکړي

May 16, 2022 - 16:42
 10
د پاکستان کورنیو چارو وزارت وايي، عمران خان دې د ورپېښو خطرونو په اړه مالومات ورکړي

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دغه هېواد له بې واکه شوي مخکېني لومړي وزیر غوښتي، د هغو خطرونو په اړه دې مالومات ورکړي چې فکر کوي دی ورسره مخ دی.

دغه وزارت وايي، د اسلام اباد پولیسو او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ته یې سپارښتنه کړې چې عمران خان ته بشپړ امنیتي خوندیتوب برابر کړي.

د یادولو ده چې د تحریک انصاف مشر عمران خان په سیالکوټ کې خپلې غونډې ته په خبرو کې ویلي وو چې، "زما په خلاف په هېواد کې دننه او بهر د پټو دروازو تر شا دسیسه روانه ده او غواړي چې ما ووژني".

اوس د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د ښاغلي خان تر دغو څرګندونو وروسته په بني ګاله کې د هغه کور د امنیت لپاره ۹۴ ځانګړي ساتونکي ګمارلي دي چې د اسلام اباد د پولیسو په ګډون د ایف سي کې کسان هم پکې شامل دي.

پر دغو سربېره د عمران خان د ساتونکو په ډله کې د خیبرپښتونخوا ۳۶ او د ګلګت بلتستان شپږ پولیس هم ګمارل شوي دي او دی چې هر وخت له پلازمېنې اسلام اباد بهر ځي د پولیسو څلور ګاډي، ۲۳ ساتونکي، یو موټر رېنجر او پنځه نور امنیتي کسان به هره شېبه دی بدرګه کوي.

د کورنیو چارو وزارت په خبره اوسني لومړي وزیر شهباز شریف هم په دې برخه کې ځانګړې لارښوونې کړې دي او د ګواښ سنجولو کمېټه به د عمران خان د امنیت څارنه کوي.

خو دغه وزارت له ښاغلي خان غوښتي چې که د خپل امنیت په اړه کوم خاص مالومات لري، خامخا دې یې له دغه وزارت سره شریک کړي چې د خوندیتوب لپاره یې لا نور ګامونه واخیستل شي.

د یادولو ده چې په تېرو څو ورځو کې دغه بې واکه شوي مخکېني لومړي‌ وزیر په بېلا بېلو غونډو کې ده ته د ورپېښو احتمالي خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، د مخکېني لومړي وزیر په توګه دا د عمران خان ملي وجیبه ده چې د ورپېښو خطرونو او اندېښنو یا دسیسو په اړه دغه وزارت خبر وساتي.