د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر جوزیپ بورېل اوکراین ته ورسېد

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مشر، جوزیپ بورېل له کییف څخه د ملاتړ ښوولو لپاره پرون اوکراین ته ورسېد.
دا سفر داسې وخت کېږي چې له څو اوونیو د اوکراین پولې ته څېرمه د روسيې د پوځي استحکاماتو په اړه په ډپلوماتیک ډګر کې کړکېچ زیات سوی دی.
بورېل تېره شپه په ټویټر کې لیکلي: "د روسیې پوځي استحکاماتو ته په پام سره زه دلته راغلم چې د اوکراین له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د اروپايي ټولنې ملاتړ څرګند کړم."
بورېل به په دې درې ورځني سفر کې د اوکراین په ختیځ کې د تماس کرښه هم وګوري.
په دې سیمه کې روس پلوه بېلتون غوښتونکي نږدې له اتو کلونو راهیسې د اوکراین له دولتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. په دې جګړه کې څه باندې ۱۳۲۰۰ کسان وژل سوي دي.