ګارډین: بریتانیا د افغان او اوکرایني کډوالو ترمنځ توپیري چلند کوي

Dec 4, 2022 - 22:35
 20
ګارډین: بریتانیا د افغان او اوکرایني کډوالو ترمنځ توپیري چلند کوي

ګارډین ورځپاڼې تازه په یوه راپور کې ویلي، بریتانیا تېر کال د ۵ زره افغانانو د منلو او لېږد په اړه هوکړه کړې وه، خو تر اوسه یې یو کس هم بهر کړی نه دی.

زهره واحدي اختري د ښځو د حقونو فعاله ده چې د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې بې برخلیکه ژوند کوي.

نوموړې وايي، د ا.ا له واکمنېدو وروسته يې په لومړیو ورځو کې د ښځو په ځینو لاریونو کې برخه اخیسته، خو ادعا کوي چې ا.ا یې د نیولو حکم ورکړی او له امله یې مجبوره سوه چې له افغانستان ووځي.

نوموړې ازادي راډيو ته وویل، که څه هم ۱۴ میاشتې کېږي چې بریتانیا ته یې د پناه غوښتلو د دوسيې کار پيل کړ، خو تر اوسه یې هېڅ روښانه ځواب نه دی ترلاسه کړی.

هغې زیاته کړه: "۱۴ میاشتې مخکې مې له انګلستان هېواد څخه د پناه غوښتلو لپاره دوسیه پرانیستله، له څلورو میاشتو وروسته مې کېس نمبر راغی، خو د مارچ له میاشتې وروسته مې څو ځله ایمېلونه وکړل، کوم ځواب رانه کړل سو."

عبدالفتاح ادیب چې ۱۵ کاله یې رسنیز او مدني فعالېتونه کړي، وايي له یو کال ډېره موده کېږي چې په بریتانیا کې یې د پناه غوښتلو لپاره ایران ته کډوال سوی، خو په کارونو کې یې تر دې دمه هېڅ پرمختګ نه دی سوی.

ادیب وویل: "۱۵ کاله د رسنیز او مدني فعالیتونو سابقه لرم، یو کال کېږي چې په بریتانیا کې د پناه غوښتلو لپاره مې دوسیه پرانیستې ده، خو تر اوسه مې هېڅ ایمېل او ځواب نه دی ترلاسه کړی، هیله ده د هغو کسانو ژوند چې په خطر کې دی او اوس په درېیمو هېوادونو کې دي، باید پام ورته وسي."

دا په داسې حال کې ده، چې ګارډين ورځپاڼې هم په یوه تازه راپور کې ویلي چې بریتانیا د افغان او اوکرایني پناه غوښتونکو ترمنځ توپیر کوي.

دې ورځپاڼې ویلي، په داسې حال کې چې د اوکرایني پناه غوښتونکو د دوسیو څېړلو لپاره ۵۴۰ بریتانیايي کارکوونکي ګومارل سوي دي، خو د افغانانو د دوسیو د مدیریت لپاره له ۵ تر ۸ کسانو کار کوي.

دې ورځپاڼې همدا شان ویلي، بریتانیا د ۵۰۰۰ افغان پناه غوښتونکو د لېږد په برخه کې هم خپله ژمنه نه ده پر ځای کړې.

د ګاردین د راپور پر بنسټ، بریتانیا ویلي، د تخلیې پر مهال یې نېږدې ۲۳ زره افغانان چې خبریالان، مدني فعالان او د بریتانیايي ادارو همکاران په کې شامل دي، دې هېواد ته لېږدولي دي او له ۶ زره نورو افغانانو چې بریتانیا ته د لېږد په حال کې دي، ملاتړ کوي.

له دې مخکې په جرمني، فرانسې، هالنډ او یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو کې افغان پناه غوښتونکو د دوی او اوکرايني کډوالو ترمنځ له دوه ګوني چلند څخه شکایت کړی وو.

د ا.ا له واکمنېدو وروسته زرګونه افغانان چې له بهرنیو ادارو سره یې د همکاري له امله ژوند له امنیتي ګواښونو سره مخ و، له افغانستان څخه ووتل، خو ځینې نور یې اوس په درېیمو هېوادونو کې په نامعلوم برخلیک کې او ځینې یې په افغانستان کې په پټه ژوند کوي.

سکون راډیو