ایران: د ټول ګډونه حکومت جوړولو کې ا ا ا سره مرسته کولای سوو

May 16, 2022 - 17:30
 7
ایران: د ټول ګډونه حکومت جوړولو کې ا ا ا سره مرسته کولای سوو

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا له ا ا ا څخه غوښتي دي چې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت د جوړېدو هڅې او په ا ړه یې اقدامات وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیبزاده د دوشنبې په ورځ مۍ ۱۶ (غوايي ۲۶) خبریالانو ته وویل چې د اړتیا په صورت کې ایران چمتو دی له طالبانو سره په دغه برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي خطبزاده زیاته کړه: "باید (ا ا ا ) هڅه وکړي چې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت رامنځته کېدو په اړه حرکت وکړي."

پر افغانستان د ا ا ا تر حاکمیت وروسته ایران څو ځله په دغه هیواد کې د ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

تر دې مخکې په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان له طلوع نیوز خصوصي تلویزیون سره مرکه کې ویلي وو چې په افغانستان کې رامنځته شوی نوی حکومت ټولشموله نه دی او په خبره یې تهران نشي کولای په دغه شکل د ا ا ا حکومت په رسمیت وپيژني.

هغه مهال د ا ا ا حکومت د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي وو: "ایا د ایران حکومت او یا کابینه یې د هغه تعریف په اړه چې نور یې د ټولشموله په اړه لري، یو ټولشموله حکومت یا کابینه ده؟هر هیواد د خپلو ګټو په اساس ټولشموله حکومت ته تعریف لري."

د ا ا ا حکومت د کابینې تر اعلان څو اوونۍ وروسته د تیر کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۷مه ایران د افغانستان په اړه د سیمې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه رابللې وه د یادې غونډې ګډونوالو هغه مهال هم په دافغانستان کې د همه شمول حکومت پر رامنځته کېدو ټینګار کړی و.

ا ا ا چارواکو تر دې مخکې ویلي وو چې د دوی حکومت ټولشموله دی او د افغانستان له ټولو قومونو څخه تشکیل شوی دی. طالب چارواکو دغه غوښتنې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله بللې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند همدارنګه ویلي چې د ا ا ا په اړه د ایران موضوع اصولي او په افغانستان کې د موجوده واقعیتونو په اساس ده.

ښاغلي خطیب زاده له ا ا ا څخه وغوښتل چې د دغه هیواد د اوسېدونکو د امنیت ټینګولو په اړه هڅې وکړي او همدارنګه اجازه ورنکړي چې تروریستي ډلې د افغانستان خاوره د ګاونډیو هیوادونو پر ضد وکاروي.

خو ا ا ا تر دې مخکې څو ځله ویلي چې د افغانستان له خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ متوجه نشي او حکومت یې د سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.