روسي ځواکونو د اوکرایین مهم ښار کنټرول ترلاسه کړ

Mar 3, 2022 - 16:04
 14
روسي ځواکونو د اوکرایین مهم ښار کنټرول ترلاسه کړ

د اوکرایین سویل کې د ساحلي ښار خیرسون ښاروال وايي، روسي ځواکونو د دې ښار ولکه تر لاسه کړې ده.

یوه اونۍ مخکې چې روسي پوځیان اوکرایین ته ننوتل پر خیرسون یې سخت ګوزارونه پیل کړل او دا لومړنی لوی ښار دی، چې د روسي ځواکونو ولکې ته ورغی.

خیرسون ښاروال ایګور کولیخایف وايي، روسي ځواکونه د ښار په منځ کې د ښاروالۍ ودانۍ ته ورسېدل او پر خلکو یې ګرځبندیز ولګاوه.

د یادونې ده، چې د چهارشنبې پر ورځ اوکرایین کې جګړه توده شوه او روسي ځواکونو پر یو شمېر اوکراییني ښارونو د توغندیو، راکټونو او توپخانې سخت ګوزارونه وکړل.

د نژدې ۲۸۰ زره اوسېدونکو ښار خیرسون د تور سمندر پر غاړه پروت ساحلي ښار دی، چې د اوکرایین په سویل کې موقعیت لري.

د روسي ځواکونو ولکې ته د دې ښار ورتلو تایید ښاروال ښاغلي کولیخایف په یوه فېسبوک پیغام کې کړی.

نوموړي له روسي پوځیانو غوښتي چې پر ملکي خلکو بریدونه و نه کړي او په وینا یې ښار کې اوس اوکراییني ځواکونه نه شته.

نوموړي دغه راز د ښار له اوسېدونکو غوښتي چې د دې لپاره چې د اوکرایین بیرغ رپاند پاتې شي، باید هغه مقررات ومني چې روسي ځواکونه یې اعلانوي.

په دې کې د ګهیځ له شپږو تر ماخوستن اتو بجو پور ګرځبندیز، د دوو یا له دې زیاتو کسانو په بڼه بهر ته وتل، یوازې د هغو موټرو ښار ته د ننوتو اجازه شامل دي، چې خواړه، درمل یا نور اړین توکي لېږدوي.

د اې ایف پي خبري اژانس په رپوټ کې بیا د خیرسون ځايي ادارې مشر ګینادي لاخوتا له قوله ویل شوي، چې '' اشغالګر (روسیان) د ښار په هره برخه کې شته او خورا خطرناک دی. ''

بل لور په هاګ کې د انصاف نړیوالې محکمې په اوکرایین کې د احتمالي جنګي جرمونو معلومولو لپاره پلټنه پیل کړې ده.

ملګري ملتونه وايي، پر اوکرایین د روسیې یرغل له پیل راهیسې یو میلیون کسان له دې هېواده وتلي او دا شمېر په چټکۍ سره زیاتېږي.

روسیې لومړی ځل منلې چې د اوکرایین جګړه کې د سر دروند زیان وراوښتی، ۴۹۸ پوځیان یې وژل شوي او ۱۵۹۷ نور یې ټپیان شوي دي.