ناپېژندو کسانو د نایجریا په جنوب ختیځ کې ۱۳۴ ملکي وګړي وژلي

Apr 12, 2023 - 21:39
Apr 13, 2023 - 18:11
 1
ناپېژندو کسانو د نایجریا په جنوب ختیځ کې ۱۳۴ ملکي وګړي وژلي

د نایجیريا د جنوب ختیځ بينوي ایالت والي التوم د اپرېل په ۱۰مې نېټې خبري رسنيو ته ويلي، چې وسله والو په دې وروستیو کې د دغه ایالت په ګڼو سیمو کې بریدونه کړي، چې له امله یې لږ تر لږه ۱۳۴ ملکي وګړي وژل سوي دي.

زموږ فیس بوک پاڼه درسره لایک او شیرکړي

التوم د بینوي ایالت د مرکز مکردي په روغتونونو کې له ټپيانو لېدنه کړې او وروسته يې خبري رسنيو ته ويلي، چې ناپېژندو وسله والو د روانې میاشتې له پنځمې تر نهمې نېټې پورې د دغه ایالت پر څو کلیو بریدونه کړي، ۱۳۴کسان يې وژلي او ګڼ شمېر کورونه یې سوځولي دي.

د سکون راډیو یوټیوب پاڼه کې بیلابیلې خپرونې او خبرونه هم اوریدلاي سې.

د نایجیریا د ولسمشر دفتر په یوې بیانيې کې ويلي، چې ولسمشر بوهاري د وسله والو جنایتونه په کلکه غندلي او له اړوندو ادارو يې غوښتي، چې بريدګر ژر ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري او هم د تاوتريخوالي د ختمولو لپاره دې لاس په کار سي.

سکون راډیو