کابل کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو یو فارم جوړ سوی

Apr 12, 2023 - 21:32
Apr 13, 2023 - 18:12
 3
کابل کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت د چرګانو یو فارم جوړ سوی
په کابل کې د یوه افغان پانګوال او یوې بهرنۍ موسسې په همکارۍ ‌‌د څه باندې یو میلیون ډالرو په ارزښت په شل جریبه ځمکه د چرګانو فارم جوړ کړی او نږدې ۳۰ کسانو ته یې د کار زمینه پکې برابره کړې ده.
په دغه فارم کې پر یوه وخت ۶۰ زره چرګان پالل کېږي.
نوموړی سوداګر وايي، هیله مند دی چې په نږدې راتلونکي کې به وتوانیږي، چې خپله د فعالیت ساحه ولایتونو ته هم پراخه کړي.
سکون راډیو