افغانستان کې نژدې ۷ میلیونه ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکول کېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، نن "دوشنبه" یې د افغانستان په ۲۶ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین پیل کړل.
د دغه وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل رسنیو ته ویلي، په دغه بهیر کې به له پنځو کلونو د کم عمر نږدې اووه میلیونه ماشومانو ته واکسین وسي.
ښاغلي شرافت زیاته کړې:" تېره یوه کال کې د پولیو د واکسین اته کمپاینونه ترسره شوي چې ۶ ملي او ۲ نور یې فرعي کمپاینونه وو، په هر ملي کمپاین کې زمونږ هدف ۱۰ میلیونه ماشومانو ته واکسین کول هدف و، دغه نوی پیل شوی کمپاین د روان کال وروستی کمپاین دی چې ۷ میلیونه شاوخوا کې به واکسین سي."
نوموړي همدار زار په ټول افغانستان کې د پولیو پېښو کمېدو ته په اشارې ویلي چې تېر یوه کال کې د ګوزن دوه مثبتې پېښې ثبت سوي دي.
په دغو مثبتو پېښو کې یوه په کونړ او بله په پکتیکا ولایت کې ثبت سوې ده.
د هغه په ټکو:" تېر یوه کال کې د ولس په همکارۍ هغو سیمو کې هم واکسین تطبیق شوي چې مخکې نه و تطبیق سوي."
له دې وړاندې هم د عامې روغتیا وزارت د ۲۰۲۲ کال د ګوزڼ ضد واکسین څلورمه دورې تطبیق اعلان کړی و او ویلي یې و چې، افغانستان کې به نېږدې ۱۰ میلیونه ماشومانو ته ګوزڼ ضد واکسین ورکړل سي.
تېرو څو کلونو کې د ناامنیو له امله څه باندې ۳ میلیونه ماشومان له ګوزڼ واکسینه بې برخه شوي وو او له همدې امله د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د کوزڼ تازه پېښې هم ثبت سوې دي.
د ماشومانو ګوزڼ داسې ناروغي ده، چې درملنه نه لري او د ملګرو ملتونو روغتیا برخې یې له منځه وړلو لپاره له ۱۹۸۸ راهیسې هڅې کوي.
افغانستان، پاکستان او نایجریا لا هم د نړۍ هغو هېوادونو کې دي، چې دغه ناروغي پکې شته او د ناامنۍ ترڅنګ واکسین ته زړه نه ښه کول یې مهم لاملونه بلل کېږي.
په افغانستان او پاکستان کې ځینې کورنۍ واکسین ته د شک په سترګه ګوري او له همدې امله نه غواړي ماشومان یې واکسین سي.
سکون راډیو