دترافیکو عمومي ریس هلمندولایت دترافیکودمدیریت څخه لیدنه وکړه:

Mar 27, 2022 - 18:48
Apr 2, 2022 - 12:02
 20
دترافیکو عمومي ریس  هلمندولایت دترافیکودمدیریت څخه لیدنه وکړه:

نن یک شنبه دترافیکو ریاست عمومي رئیس داکترحسیب الله "مختار"دهلمندولایت دترافیکو د مدیریت څخه لیدنه وکړل.

دهلمندولایت دترافیکومدیر حاجي ملااحمد اخنذاده د رئیس داکترحسیب الله"مختار" او ورسره راغلي پلاوي تود هرکلی وکړ او ددې تر څنګ یې دمدیریت پرمختګونه، ستونزي او خنډونه د دترافیکو عمومي رئیس ته د حل په موخه وړاندي کړه. همدا راز ښاغلي حاجي ملااحمداخنذاده و راغلي پلاوي ته دمدیریت راتلونکي پلانونه وړاندي کړه او دریاست د لا همکارۍ هیله یې وښوده.

ښاغلي داکترحسیب الله"مختار" دمدیرحاجي ملا احمد اخنذاده له فعالیتونو او کړنو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه چي دې ولایت ته دده په راتګ سره د یاد مدیریت په فعالیتونو کي د پام وړ پرمختګونه سوي دي.

ښاغلي رئیس دترافیکومدیریت کارکونکو ته د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چي ددې مدیریت د ټولو کارکونکو ستونزو ته به پر وخت رسیدنه کوي. ښاغلي حسیب الله ددې مدیریت کارکوونکو ته د ولس سره د ښه چلند، دندي ته پر وخت راتګ او دښاردنظم د ساتني په تړاوو یو لړ سپارښتني وکړې. ښاغلي مختار دټولوشعباتود آمرانو د کړنو ستاینه وکړل او مننه یې وکړه چي خپلو وظیفو ته پر وخت حاضر سوي دي او راپور یې پروخت ریاست ته ورکړی دي