راپورونه: سږکال په کندهار د خوارځواکۍ له امله ۷۵ ماشومان مړه سوي

Jan 17, 2022 - 09:38
 6
راپورونه: سږکال په کندهار د خوارځواکۍ له امله ۷۵ ماشومان  مړه سوي

د راپورونو له مخې د سږکال له پیله په کندهار ولایت کې ۷۵ ماشومان د خوارځواکۍ له امله مړه سوي دي.

سیمه ییزو رسنیو د کندهار د میرویس روغتون د چارواکو له خولې ویلي چې تر دې مهاله ۱۹۵۰ خوارځواکي ماشومان روغتون ته ور وړل سوي چې ۷۵ یې مړه سوي دي.

د ماشومانو د خوندیتوب موسسې سیف دې چلدرن تېره اوونۍ په یوه نوي راپور کې ویلي و چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ په ماشومانو کې ۷۰۰ زره نور ناروغان زیات سوي چې په دې سره په هېواد کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر یو لک کم څلور میلیونو ته رسېدلی دی.

سیف دې چلدرن ویلي و چې که سمدستي مرسته ونه سي نو یو میلیون ماشومان د مرګ له خطر سره مخامخ دي.