افغانستان کې پر ټول شموله حکومت د اروپايي ټولنې او پاکستان ټینګار

Dec 8, 2021 - 15:11
 3
افغانستان کې پر ټول شموله حکومت د اروپايي ټولنې او پاکستان ټینګار

پاکستان او اروپايي ټولنې په افغانستان کې ملي سولې ته د رسېدو لپاره د بېلابېلو ډلو د استازو ترمنځ پر بین الافغاني خبرو ټینګار کړی دی.

پاکستاني او اروپايي چارواکو د ډسمبر ۷ (لېندۍ ۱۶) په یوې ګډې اعلامیې کې د سولې او ثبات ټینګېدو په هدف د ټولو ډلو په استازیتوب په افغانستان کې د ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تیره ورځ په بروکسل کې د اروپايي ټولنې له استازو سره د (اروپايي ټولنې او پاکستان د ستراتیژیکو خبرو شپږم پړاو) کې د نورو مسائلو ترڅنګ د افغانستان د وضعیت په اړه هم خبرې کړي دی.

په اعلامیه کې ویل سوي چې دواړو لورو له افغانستان سره د ثبات د ټینګښت، نشه يي موادو سره د مبارزې او د تروریزم د ګواښ پر وړاندې د دومداره همکارۍ پر اهمیت موافقه کړې ده.

پاکستان او اروپايي ټولنې د دې ترڅنګ په افغانستان کې د اقتصادي کړکېچ، بشري ناورین او د کډوالۍ د نوي څپې د احتمال په اړه اندېښنې ښودلې دي.

د ګډې اعلامیې له مخې اروپايي ټولنې او پاکستان له افغانانو سره پر سمدستي بشري مرستو او نورو ټولنیزو خدمتونو ټينګار کړی دی.

په بیان راغلي چې دواړو لورو په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت ترڅنګ په دغه هیواد کې د ښځو او نجونو د زده کړو او کار او د قومي لږکیو د حقوقو په اړه هم خبرې کړي دي.

د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي:"دواړو لورو ملي پخلاینې ته د رسېدو لپاره د افغانستان د ګوندونو ترمنځ د خبرو اترو ملاتړ وکړ او د امنیت او ثبات د امکاناتو زیاتولو لپاره یې د یو ټول شموله حکومت پر اهمیت ټینګار وکړ."

نړیوالې ټولنې هم د طالبانو د حکومت په رسمیت پيژندلو لپاره د هغوی لخوا د ټول شموله حکومت پر جوړېدو، د ښځو او نجونو کار او تعلیم د حقوقو، له القاعده او نورو وسله والو ډلو سره د اړیکو پر قطعه کولو او د لږکیو د حقوقو پر ټینګښت باندې ټینګار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د اروپايي ټولنې استازو د نومبر پر ۲۷مه په قطر کې له طالب استازو سره لیدنه کې د ټول شموله حکومت جوړېدو، د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د حق، افغانستان دې ته نه پرېښودل چې د ترهګرۍ په مرکز بدل سي او بشري وضعیت په اړه خبرې کړي وې.

بلخوا طالبانو هم له نړۍ سره د مثبتو اړیکو پر تامین ټینګار کړی او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې له افغان خاورې څخه به هیڅ هیواد ته ګواښ پېښ نسي.

طالبانو همدارنګه د ښځو او نجونو د کار او تعلیم د حقوقو د ټینګښت ژمنه کړې او زیاته کړې ده چې د خوندي چاپېریال په رامنځته کېدو سره به ښځو او نجونو د کار او تعلیم زمینه برابره سي.

اوس مهال په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه د نجونو پورته ښوونځي بند دي او د ښځو د کار ساحه محدوده سوې ده.

خو طالبانو ویلي چې د نوي کال په رارسېدو سره به ټول ښوونځي او تعلیمي مرکزونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته سرپرسته کابینه اعلان کړه چې اکثره کسان یې د طالبانو غړي دي. خو دا یې ویلي چې په حکومت کې به وړ کسانو ته ځای ورکړي.