ایټالیا له افغانستانه سره ۱۲ ملیونه ډالره بشري مرسته کړي.

Jan 10, 2022 - 10:37
Jan 10, 2022 - 10:44
 33
ایټالیا له افغانستانه سره  ۱۲ ملیونه ډالره بشري مرسته کړي.

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا وایي، ایټالیا له افغانستانه سره د بشري مرستو صندوق ته ۱۲ ملیونه ډالره ورکړي دي.

اوچا وایي، په داسې حال کې چې په ملیونونو افغانان په یوه حساس وخت کې ژوند تېروي دغه پیسې به د بشري مرستو پر چارو او د خلکو د ژوند ژغورنې پر چارو ولګول سي.

د ملګروملتونو د شمېرو له مخې د افغانستان د نفوس له نیمایي زیات یې بشري مرستو ته اړتیا لري.