افغانستان کې د مالي معاملاتو امریکایي جواز مثبتو غبرګونونو سره مخ سو

د امریکا د خزانې وزارت نوی جواز چې په افغانستان کې سوداګریزو او مالي معاملاتو ته پراختیا ورکولای سي په دغه هېواد کې دننه له ګنو مثبتو غبرګونونو سره مخ سوی.
د افغانستان مرکزي بانک، ماليې وزارت او سوداګرۍ خونې دا ګام د افغانستان د اقتصاد په بيا رغولو کې مثبت بللی او له امريکا یې د نورو محدويتونو د لیرې کېدو غوښتنه هم کړې.
د يادو ادارو په اعلاميو کې ويل شوي چې ورته ګامونه په سوداګريزو چارو، پولې راکړې ورکړې او اقتصادي ثبات لپاره مهم دي.
د امريکا د خزانې وزارت دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د سوداګرۍ او مالي معاملاتو د پراختیا په موخه نوی جواز صادر کړ.
د امریکا متحده ایالاتو د خزانې وزارت دا جواز د جمعې په ورځ صادر کړ.
د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو ویلي، دا جواز په دې هدف صادر شوی چې پر طالبانو د امریکا بندیزونه د هغو معاملو او فعالیتونه مخه و نه نیسي چې د افغانستان خلکو ته د بشري مرستو د رسولو لپاره ورته اړتیا ده.
د دې جواز پر بنسټ، له دې وروسته مالي ادارې، نا دولتي موسسې، نړیوالې موسسې او د خصوصي سکټور شرکتونه پر طالبانو د امریکا بندیزونو ته پام، په بېلابېلو برخو کې معاملې او مالي فعالیتونه مخته وړلی شي.