د پاکستان د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته تورخم کې افغان چارواکو ته تسلیم سوه

Mar 1, 2022 - 17:46
 3
د پاکستان د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته تورخم کې افغان چارواکو ته تسلیم سوه

له افغانستان سره د پاکستان د دولت د ۳۶۰۰ ټنه غنمو مرسته پرون په تورخم کې افغان چارواکو ته تسلیم سوه.

دا خبره د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان پرون په څو ټویټونو کې کړې او ویلي یې دي چې د پاکستان د دولت دغه مرسته چې په ۲۸ لاریو کې بار وه، پرون افغان لوري ته تسلیم شوه.

د دغو مرستو د تسلیمۍ په مراسمو کې په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمدخان هم حاضر و.

صادق خان په یوه بل ټویټ کې په تورخم کې د یکشنبې د ورځې د مراسمو یو تصویر هم ایښی چې په کې له افغانستان سره د پاکستان د درملو او خوراکي موادو او ژمنیو وسایلو د ۱۱۲ ټنو مرستو څرګندونه کوي.

پاکستان له افغانستان سره دغه مرستې څو ورځې وروسته له هغې کوي چې افغانستان ته یې له خاورې په سیمه کې د مهم سیال د هند د پنځوس زره ټنه غنمو د مرستو د لېږدولو بهیر پیل شو.