FAO: افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د خپلو مرستو دوام ورکوو

Mar 1, 2022 - 17:54
 6
FAO: افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د خپلو مرستو دوام ورکوو

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان یا FAO په افغانستان کې له وچکالۍ ځپلو سره د خپلو مرستو د دوام ژمنه کوي.

FAO پرون په یوه ټویټ کې ولیکل چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د چارو د دفتر د سخاوتمندانه مالي مرستو پرمټ به په افغانستان کې وچکالۍ ځپلو ته د ژوند ژغورنې بشري مرستې ورسوي.

د دې سازمان په خبره دغه پروژه به د له ۶۳ زره زیاتو خلکو د خوړو د خوندیتوب او تغذیې شرایط ښه کړي.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې شااوخوا ۲۴ میلیونه افغانان بېړنو مرستو ته اړتیا لري.