تېر کال په هېواد کې د مالي ستونزو له کبله اووه راډیوګانې، دوه ټلوېزیونونه او یو خبري خبري اژانس تړل سوي

Mar 18, 2023 - 23:26
 6
تېر کال په هېواد کې د مالي ستونزو له کبله اووه راډیوګانې، دوه ټلوېزیونونه او یو خبري خبري اژانس تړل سوي
‏‏د خبریال ملي ورځې په مناسبت د افغانستان آزادو خبریالانو ټولنه وايي، تېر کال په هېواد کې د مالي ستونزو له کبله اووه راډیوګانې، دوه ټلوېزیونونه او یو خبري اژانس تړل سوی او یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ورسره هم بې‌ دندې سوي.
دغه ټولنه وايي، تېر کال د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي شاوخوا ١٥٠ پېښې ثبت سوي چې په وروستۍ پېښه کې په بلخ کې دوه خبريالان وژل سوي او ١٦ نور ټپيان دي.
‏دغه ټولنه زیاتوي، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د ارزونې کمېسیون او اطلاعاتو ته د لاسرسي ریاست جوړول هغه اغېزناک ګامونه دي چې تر دې دمه اخیستل سوي.
هیره د ي نه وي چي هر کال د کب په ۲۷مه په افغانستان کې د "خبریال ملي ورځ" نمانځل کېږي.
سکون راډیو