د بې پولې خبريالانو ټولنه: ا ا ا واکمنۍ کې شپېته په سلو کې خبريالانو دندې له لاسه ورکړي

Aug 13, 2022 - 17:36
 7
د بې پولې خبريالانو ټولنه: ا ا ا واکمنۍ کې شپېته په سلو کې خبريالانو دندې له لاسه ورکړي

د بې سرحده خبریالانو ټولنه وايي چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په را وروسته یوه کال کې په سلو کې شپېته افغان ژورنالېستانو یا خپلې دندې له لاسه ورکړي یا له هېواده وتلي دي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی په یوه نوې سروې کې چې جزیات یې پرون خپاره شول ویلي چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له ۵۴۷ رسنیو څخه د ۲۱۹ فعالیت بند شوی او په دې موده کې ښځينه خبریالانې تر ټولو زیاتې زیانمنې شوي چې په سلو کې ۷۶ خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

د دې راپور له مخې له ټولو ۲۷۵۶ ښځینه خبریالانو له ډلې چې تر یو کال مخکې پورې یې کار کاوه اوس یوازې ۶۵۷ ښځې په رسنیو کې کار کوي هغه هم تر ډېره په پلازمېنه کابل کې.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې سکرتر جنرال کریستوف دیلویر په یوه بیان کې ویلي چې په تېر یوه کال کې له لسو یوه افغان ژورنالېست خپله دنده له لاسه ورکړې.

نوموړي پر ا ا ا غږ کړی چې د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او د هغو ځورول پای ته ورسوي او اجازه ورکړي چې خپل کار ته دوام ورکړي.