د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په ژمي کې روغتيايي اسانتياو ته د چمتوالي لری.

Nov 22, 2022 - 20:50
 5
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په ژمي کې روغتيايي اسانتياو ته د چمتوالي لری.
د روغتيا نړيوال سازمان وايي، په ژمي کې روغتيايي اسانتياو ته د چمتوالي په هدف يې د افغانستان ٩١ ولسواليو ته ٦٩٣ ټنه دارو درمل او روغتيايي تجهيزات انتقال کړي دي.
ياد سازمان نن سې شنبه نومبر ٢٢ (لېندۍ لومړۍ) ويلي چې دغه روغتيايي تجهيزات او درمل په ٣٠١ روغتيايې مرکزونو کې ځاى پر ځاى سوي دي.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي له دغه دارو درملو څخه به د ژمي په درى مياشتو کې شاوخوا څلور ميليون کسان ګټه واخلي.
ياد سازمان زياتوي چې د ژمي په موسم کې په دغه ولسواليو کې روغتيايې اسانتياو ته دلاس رسى ستونزمن وي.
سکون راډیو