هلمندکې د نظامي شورا د مسؤلینو د ناوې ولسوالۍ او بیلابیلو کمربندي پوستو څخه لیدنه کړی . 

Mar 25, 2021 - 18:55
 17

هلمندکې د نظامي شورا د مسؤلینو د ناوې ولسوالۍ او بیلابیلو کمربندي پوستو څخه لیدنه کړی . 

د  چهار شنبی په ورځ د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام او د ملي امنیت لوي ریاست ولایتي مرستیال ډګرجنرال نظرعلي واحدي د ملي امنیت رئیس ډګروال عبدالصمد مندوزي او نورو نظامي مسؤلینو او ځواکونو په ملتیا د ښار اړوند څلورو کمربندونو د نيږدې لیدني او څارني تر څنګ د امنیتي او دفاعي ځواکونو د وروستیو پرمختګونو جاج واخيست.

په همدې لړ کې تر غرمې وروسته د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام د امنیتي ځواکونو څخه لیدنه وکړه، هلته یې د برحاله سرتیرو او حاضري هم ولیده.

الهام د پوستو او کمربندو نو څخه هم لیدنه وکړه، د هغوی ستونزې او غوښتنې یې واورېدې.

 

د ملي امنیت ولایتي مرستیال ډګرجنرال نظرعلي واحدي د ناوه چانجیر او نادعلي ولسواليو د یو شمیر پوستو او کمربندونو څخه لیدنه وکړه، د هغوی د پوستو او تحکیمات یې له نږدې ولیدل او د اعاشې او مهیماتو په تړاو یې هم له دوی سره خبرې وکړې. 

ښاعلي واحدي وویل د میشتو سرتیرو مرال هم لوړ وو او د امنیه قومانداني رهبري ته یې ډاډ ورکړ، چې په پوره مېړانه او صداقت به د خاورې او ولس د دفاع په لار کې جنګیږي او دښمن ته به هیڅ وخت اجازه ورنکړي، چې پخپلو ورانکارو کړنو سره زموږ ملي ګټې د نورو لپاره قرباني کړي. 

په پای کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام یو شمیر سرتیري په نغدي مکافاتو ونازول.