د هلمندوالي : د یوشمیر سیمو د نیولو او وسلوالوطالبانو د ځپلو په موخه عملیات روان دي.
د هلمندوالي : د یوشمیر سیمو د نیولو او وسلوالوطالبانو د ځپلو په موخه عملیات روان دي.
خبریال :ضیا ودان هلمند
د هلمند والي او د نظامي شورا رئیس جنرال عبدالنبي الهام د ملي امنیت رئیس ډګروال عبدالصمد مندوزي امنیه قومندان مل پاسوال ولي جان سر د
سرحدي لوا درستیزوال هدایت الله رسولي او نورو نظامي مسؤلینو هم برخه لرل .
د هلمند ولایتي شورا رئیس عطاالله افغان او ټولو وکیلانو ته د ترسره کړو کړونو په اړه معلومات وړاندي کړه او هم یې د مسؤلینو څخه په بیلابیلو برخو کې خپل اندیښني څرګندي کړي.
پیل کې د ملي امنیت ملي پولیسو ملي اردو مسؤلینو د ترسره سويو کړونو په اړه وویل چې د هلمند ولایت په لښکرګاه ښار کي د وسلوالو لخوا د ماینونو او چریکي بریدونو په لسګونه کسان نیول سوي او هم لاهم اقدمات روان دي چې ډیر ژر به د نورو کسانو د نیول شاهدان هم اوسي.
همدا راز وویل سوه چې د هلمند ولایت په ناوه نهرسراج او نورو سیمو کې د وسلوالو طالبانو د ځپلو او سیمو دنیول لپاره عملیات روان دي چې له ښه مرغه تر اوسه په ډیر شمېر کې د وسلوالو طالبانو د رهبري کسان وژل سوي چې دوي اوس د مخامخ جنګ جرأت نلري د ماینونو په واسطه غواړي زموږ وسلوال پوځ او ملکي وکړو ته زیان ورسوي چې موږ شپه او ورځ د وسلوالو لخوا سلګونه کړۍایښودل سوي ماینونه خنثي کوو .
نظامي مسؤلینو وویل د اداري فساد په وړاندي مبارزه کوي او اوس هم د بیلابیلو جنائي، اداري فساد، غلا، ترور، وظیفوي غفلت، کاچاق، دپیسو اخستلو او دیته ورته نورو جرمونو په تور کسان نیول سوي او لاهم اجرأت روان دي چې مبارزه به په ګډه مخته یوړل سي او هیچاته به اجازه ورنکړل سي چې زموږ د هیواد والو ژوند د ستونزو سره مخ کړي.
راغلو وکیلانو د نظامي مسؤلینو څخه په بیلابیلو برخو د پوښتنو ترڅنګ د نظامي سرتیرو په برخه کې د اصلاحاتو غوښتنه وکړه.
په دې جوړه سوي غونډه کې د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام راغلو وکیلانو تهوویل چې همیشه به مو مجلسونه او غونډي ادامه ولري او په ګډه به د هیواد او جمهوریت د بقا لپاره مخته ځو او هم به د خپل وسلوال پوځ سره اوږه په اوږه د وسلوالو د ناوړه عملونو مخنیوي کوو.
الهام وویل چې مشکلات سته د ټولو ستونزو د هواري لپاره به کارکوو او د خپل امنیتي ځواکونو ملاتړ هم ډیر مهم دي او ټول باید په پوره همږغي اتحاد او اتفاق مخته ولاړ سو همداراز هلمندوالي زیاته کړه د امنیتي ځواکونو په لیکوکي دجلب او جذب د پرسوپه مخته وړلوکښي د قومي مشرانو ،متنفیذینو او وکیلانو رول مهم دی .
د هلمند والي جنرال عبدالنبي الهام وویل کوښښ باید وکړل سي چې د خپل ښار او ولسواليو د امنیت لپاره ځوانان د وسلوال پوځ په لیکو کې جذب کړل سي او لیکي یې پیاوړي سي او همکاري ورسره زیاتي سي.