جاپان په افغانستان کې د راستانه شويو کډوالو سره مرستې کوي

Dec 24, 2022 - 14:01
 11
جاپان په افغانستان کې د راستانه شويو کډوالو سره مرستې کوي
د جاپان د نړیوالې همکارۍ ادارې یا جایکا د افغانستان په جنوب کې له کورنیو بې ځایه شویو او نویو راستانه شویو کورنیو سره د مرستې په هدف د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ.
ویل سوي، چې د دغه تفاهم لیک له مخې یو ملیاردو ۷۹۷ میلیونه جاپاني ین چې څه باندې ۱۳۵ میلیون ډالره کېږي، برابروي او دا پیسې به په هغو سیمو کې د ژوند د شرایطو د ښه کېدو پر پروژو ولګول شي چې دغه بې ځایه شوي په کې ځای پرځای سوي دي.
تمه ده چې په دې اړه په کندهار، هلمند، ارزګان، نیمروز او زابل ولایتونو کې یو شمېر پروژې په ۲۴ میاشتو کې تطبیق سي.
د خبرپاڼې له مخې ډېری داخلي بې ځایه شوي او افغانستان ته ستنېدونکي کسان د کارونو د نشتوالي او اقتصادي ناوړه وضعیت له امله له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.
سکون راډیو