ا ا ا د مخکیني نظام پوروړو شرکتونو ته پاتې پیسې ورکوي

May 21, 2022 - 14:17
 6
ا ا ا د مخکیني نظام پوروړو شرکتونو ته پاتې پیسې ورکوي

 د ټولګټو چارو وزارت وايي، هغه ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه چې د تېر نظام پر مهال يې د بېلابېلو پروژو له درکه حکومت پوروړی دی د پورونو د ادا کولو لپاره يې یو کمېسیون جوړ سوی.

دغه وزارت تېره روځ په خپل توېټر پاڼه ولیکل، چې د وزارت چارواکو تېره ورځ د یو شمېر شرکتونو له مسوولینو سره په لیدنه کې دوی ته د پورونو د ورکړې ترڅنګ د نویو پروژو ژمنه هم ورکړې.

وزارت وړاندې لیکلي، چې د پورونو له ورکړې سره به ساختماني او لوژیستیکي شرکتونه پاتې پروژې هم بشپړوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د ساختماني شرکتونو یو شمېر مالکانو شاوخوا درې میاشتې وړاندې په کابل کې د پرلپسې لاریونونو له لارې د خپلو پورونو د اخیستو غوښتنه کړې وه.

دوی هغه مهال ویلي و، چې په تېر حکومت کې یې زیاتې پروژې عملي او بشپړې کړې وې خو پیسې یې نه دي ترلاسه کړي.