لښکرګاه کې د الکترونیکي تذکرو نوی مرکز فعاله سو.

Nov 9, 2022 - 20:11
 28
لښکرګاه کې د الکترونیکي تذکرو نوی مرکز فعاله سو.
نن چهارشنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د الکترونیکي تذکرو نوی/دویم مرکز پرانیستل سو.
دې پرانیست غونډه کې د احصایې ریاست رئیس حافظ محمد رباني هیواد، د دویم مرکز مدیر حکمت الله ایمان، کارکوونکو او اطلاعاتو او فرهنګ ریاست استازو هم ګډون درلود.
د احصایې رئیس حافظ محمد رباني هیواد وویل: نن د خوښۍ ځای دی چې د هلمندیانو لپاره د هغوی د اسانتیا په موخه دویم مرکز پرانیستل سو او د دې مرکز په پرانیستلو سره به د زیاتو خلکو ستونزو ته پر وخت رسېدنه وسي.
نوموړي همدا راز وویل؛ مرکزي ادارې ته مو پشنهاد کړی ترڅو هلمند کې الکترونیکي تذکرو کې د نوم، عمر او تخلص د تغیر یا اصلاح خدمات راته چمتو کړي.
د دویم مرکز مدیر حکمت الله ایمان وویل؛ دې مرکز ته به هره ورځ د پنځه سوه څخه تر اووه سوه کسان مراجعه کوي او ستونزو ته به یې رسېدنه کیږي.
دا په داسي حال کې ده چي څه موده وړاندي د الکترونکي تذکرو د ویش لړۍ د څه وخت لپاره بنده سوې وه او اوس چي یې یاده لړۍ د دوهم ځل لپاره پیل سوه چي نن یې هلمند ولایت کې دوهمه څانګه هم فعاله او رسماً یې په کار پیل وکړ.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو