پرون سه شنبه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د اتصالات مخابراتي شبکې رسماً د 4G خدمات پیل کړل.
په دې تړاو جوړه سوې غونډه کې د هلمند ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي امان الله شبیر، جنوب زون کې د اتصالات مخابراتي شبکې مسؤل عتیق الله رحمت، هلمند کې د اترا ادارې ولایتي مسؤل انجنېر ممتاز احمد پتمن، هلمند کې د اتصالات مخابراتي شبکې مسؤل جمعه ګل ژمن او ګڼ شمېر مسؤولینو ګډون کړی وو.
یاده
غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس مولوي امان الله شبیر د اتصالات مخابراتي شبکې له خدماتو او فعالیت څخه خوښي وښودل او زیاته یې کړه چي یادي شبکې ټول هلمند تر پوښښ لاندي راوستلی او په ښه توګه خدمات وړاندي کوي او همداراز نوموړي زیاته کړل چي یاده مخابراتي شبکه خپل ټول فعالیتونه د اترا ادارې د اصولو مطابق مخي ته وړي.
هلمند کې د اتصالات مخابراتي شبکې نماینده جمعه ګل ژمن وویل چي د اتصالات مخابراتي شبکه په مرکز لښکرګاه ښار کې ۱۳ نماینده ګۍ لري تر څو د پېرودونکو غوښتنو او ستونزو ته پر وخت رسیده ګي وکړي.
همداراز هغه وویل موږ هڅه کوو تر څو د خپل پوښښ ساحه پراخه کړو، او خپلو هیوادوالو ته لاښه خدمات وړاندي کړو.
دا په داسي حال کې ده چي هلمند کې دې وروستیو کې ډیرۍ اوسیدونکې له مخابراتو شبکو سرټکوي چي د اتصالات مخابراتی شبکې دا لاسته راوړنه یو ښه ګام دی.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو