هلمند کي نوري فایبر انټرنیټي شبکه یو شمېر ښوونځي له نوري نړۍ سره نښلوي.

May 19, 2022 - 12:27
 28
هلمند کي نوري فایبر انټرنیټي شبکه یو شمېر ښوونځي له نوري نړۍ سره نښلوي.
د هلمند ولایتي مسؤلین دنوري فابیر دیادو انټرنیټي خدماتو هرکلی کوي، او دا دښوونځیو د زده کونکو په روان زده کړه ییز او تدریسي بهیر کي دنوي عصر غوښتنه او یو بې ساری ګام ګڼي.
دافغان ټیلیکام دسویلي حوزې د پلان او پروژ مسؤل انجینر عتیق الله رحیمي وایې د نوري فایبر د لاري پلان لري چي دهلمند په شپږ مرکزې او دبیلا بیلو ولسوالیو د یوشمېر نورو ښوونځیو تر کمپیوټر خونو انټرنیټي خدمات ورسوي.
د نوموړي په خبره له دې ګام څخه یې داړونده ښوونځیو زده کونکي له نوري نړۍ سره وصلول دي.
د هلمند مرستیال والي مولوي حزب الله چي د دغه پروسې اړوند مرکز لښکرګاه ښار کي د بيټون دهلکانو لیسې دپرانیستي مراسمو ته ورغلی وو، وویل په ښوونځیو کي انټرنیټي خدمات دنوي عصر یو غوښتنه ده او له ښوونکو یې هیله وکړه چي د دې نوي فرصت څخه په ګټه اخیستنه د زده کونکو په روان زده کړییز بهیر کي باید دامکان تر حده ښوالی رامنځته کړي او پوره هڅه کوي چي د پوهنیز کیفیت دلوړوالي برخه کي کار وکړي.
بل خوا د بېټون علی لیسې مدیر محمد بشیر له یادو انټرنیټي خدماتو خوښي وښودل او دا کار یې په عمومي ډول له معنوي اړخه خورا ارښتناک یاد کړ، دهغه خبره نور به یې دلیسې زده کونکي وکولی سي چي له نورو ولایتوتو او بهرنۍ نړۍ سره وصل سي او له دې لاري بیلا بیلو میتودولوژیکي اصولو ته لار ورپیدا کړي، چي له مخي به یې د زده کونکو په شته وړتیاوو کي مثبت بدلونونه هم رامنځته سي.
باید وویل سي سره له دي چي دا لمُړی ځل دی دنوري فایبر له لاري دهلمند ترځینو ښوونځیو انټرنیټي خدمات ور رسیږي خو دغه ولایت کې دشته شبکو له انټرنیټي او مکلماتي خدماتو له کلونو راهیسي د خلکو شکایتونو ته رسیدنه نده سوې.