د شهید محمد انور خان عالي لیسي څخه ۱۹۰ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغ سول.

Jul 18, 2023 - 23:17
 13
د شهید محمد انور خان عالي لیسي څخه ۱۹۰ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغ سول.

نن سه شنبه د ۱۴۰۲ هـ ش کال د سرطان ۲۷ نیټه لښکرګاه ښار شهید محمد انور خان عالي لیسي څخه شاوخوا ۱۹۰  تنه زده کوونکو له دولسو کالو زده کړو وروسته فارغ او بري لیکونه پري وویشل سول.

دې مراسیمو کي د حکومتي مسولینو ترڅنګ،ښوونکو،زده کوونکو او ګڼ شمیر ځوانانو برخه لرل.

د انور خان عالي لیسي مدیر سکون راډيو ته وویل چي په دولسمه دوره فراغت غونډه کي یې ۱۹۰ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغ او بري لیکونه یې پري وویشل د نوموړي په خبره چي سږني ښوونیز کال یې په بریالیتوب سره بشپړ کړ او راتلوونکي تعلیمي کال لپاره یې هم پوره چمتوالۍ نیولی دی.

د شهید محمد انور خان عالي لیسي مدیر عبدالحي حزین

له دولسم ټولګي فارغ زده کوونکي خوښ دي چي خپل دولس کلن مزل پای رسوي دوي وایی په همدي زده کړو بسنه نکوو او کانکور ازموینه کي تر ګډون وروسته به خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړو.

د زده کوونکو واکسپاپونه:

هلمند کي داسي مهال د شهید محمد انور خان عالي لیسي څخه ۱۹۰ تنه زده کوونکي له دولسم ټولګي فارغ کیږي چي ددې  اونۍ په جریان سلګونه زده کوونکو نورو عالی لیسو هم فارغ سوي دي چي ډیري د کار نشتوالي او لوړو زده کړو د نه لار موندې څخه شکایتونه کوي.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو