د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان د سیند ایالت له زندان څخه ۴۰ تنه افغان بندیان خوشې سول

Feb 7, 2023 - 19:05
 8
د کډوالو چارو وزارت وايي، د پاکستان د سیند ایالت له زندان څخه  ۴۰ تنه افغان بندیان خوشې سول
یاد وزارت ویلي چې په ازادو شوو افغان بندیانو کې څلور افغان کورنۍ هم شاملې دي.
دغه وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه افغانان په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت او کډوالو اتشې په هڅو خوشي سوي دي.
د کډوالو چارو وزارت ویلي چې د پاکستان له زندان څخه تازه خوشي سوي افغانان به د سپین بولدک ـ چمن لارې هیواد ته انتقال سي.
په دغه اعلامیه کې ویل سوي چې د پاکستان د لندي او پچه زندانانونو څخه د ۱۶۰ نورو افغان کډوالو خلاصولو هڅې هم روانې دي.
سکون راډیو