لغمان کې د يوه خیریه بنسټ له لوري ۳۰۰۰ کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل سوه

Feb 7, 2023 - 19:01
 7
لغمان کې د يوه خیریه بنسټ له لوري ۳۰۰۰ کورنیو سره د مرستو د وېش لړۍ پیل سوه
لغمان ولایت کې د ذین العابدین خیریه بنسټ مسؤل ډاکټر همایون لغماني ويلي، دوی یوځل بیا د تیرو کلونو په څیر وسول کولای چې د ياد بنسټ د زکات برنامې له لاري لغمان کې ۳۰۰۰ کورنیو ته د مرستو د وېش لړۍ پیل کړي.
نوموړی وايي، چې پرون یې د مرستو په جریان ۱۵۰ کورنیو ته توزیع وکړه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، غوړي، بوره او چای ورکړل سول او ددې ترڅنګ ورسره یو شمیر ناروغ، یتیم او بې څوکه کورنۍ هم راجستر دي چې وخت پر وخت ورسره نغدي مرستې کوي.
سکون راډیو