هلمند کې د خان خیریه بنسټ لوري نادعلی ولسوالۍ کې یو پول جوړ اوګټی اخیستنی ته وسپارل سو.
هلمند کې د خان خیریه بنسټ لوري نادعلی ولسوالۍ کې یو پول جوړ اوګټی اخیستنی ته وسپارل سو.
هلمند کې د خان خیریه بنسټ لخوا د مالي ملاتړ کوونکو په همکارۍ د نادعلی ولسوالۍ د چاه انجیر په ۳۱ شرقي سیمه کې د تګ راتګ لپاره یو پول جوړاوګټی اخیستنی ته وسپارل سو.
یاد پول ۱۹ متره اوږدوالۍ او یو متر اوشل سانتۍ په اندازه بر لري چي د شاوخوا اتیا زره افغانیو په ارزښت جوړ عامو خلکو ته په واک کې ورکړل وسپارل سو.
.
د خان خیریه بنسټ ولایتی مسؤل وکیل احمد بارکزی سکون راډیو سره مرکه کې وویل: مخکې د دې سیمی اوسیدونکو د پول د نشتون له امله نسو کولی تر څو په آسانۍ سره د کل
ی تر مسجد ، مکتب او مدرسی ته ولاړ سی خو اوس یې دا ستونزه حل سوه.
بل لورته بیا د یادې سیمی اوسیدونکې د دغه پول د جوړیدو څخه خوښ دی او وایې اوس ورته د تګ راتګ لپاره آسانتیا رامنځته سویده تر څو مسجد روغتون او نورو سیمو ته ځان ورسوی.
هلمند نادعلی ولسوالۍ ۳۱ شرقي سیمه کې یو پول جوړ او ګټی اخیستنی ته د یوې خیریه بنسټ له لوری وسپارل سو ، چي د هلمند ولایت بیلابیلو سیمو او ولسوالیو کې دا ډول رغنیزو پروژو ته زیاته اړتیا لیدل کیږی.
محمد اسماعیل وفا
سکون راډیو