افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص درجه بندۍ په ۱۰۹م ځای کې راغلی

افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص درجه بندۍ په ۱۰۹م ځای کې راغلی
افغانستان د لوږې د نړیوال شاخص په درجه بندۍ کې له ۱۲۱ هېوادونو په ۱۰۹م ځای کې راغلی.
یوه مېرمن د څلورو اولادونو مور ده او خاوند یې کال وړاندې د تور زیړي له امله مړ شو او اوس د خپلې کورنۍ سرپرستي ور تر غاړې ده.
هغه د ننګرهار په کامې ولسوالۍ کې اوسېږي، خو د ټولنیزو حساسیتونو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي.
نوموړې وايي، د سر د پټېدو لپاره چت او د خېټې د مړولو لپاره ډوډۍ نهلري.
د ازادي راډیو خبریال له هغې د اوسني ژوند او حال په اړه وپوښتل.
هغې په ځواپ کې وویل: "تېرېږي خوار و زار، کله ولږه، کله نهار او کله مړه. اوس هم تللې وم هدېرې ته. ویل مې ولاړه به شم له هغې خوا په همدې پیسو وریجي راوړم. له الله پرته بل هیڅوک هم نهلرم."
دا په افغانستان کې د نږدې ۲۰میلیونونه انسانانو له ډلې یوازې د یوې کورنۍ کیسه ده چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، له ولږي سره مخ دي.
تازه د لوږې د نړیوال شاخص په درجه بندۍ افغانستان د ۱۲۱ هېوادونو له ډلې په ۱۰۹م ځای کې راغلی.
دا شاخص چې پرون خپور شوی په راغلي، افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې وګړي یې له خورا بد خوراکي وضعیت سره مخ دي.
د دې راپور پر بنسټ، که څه هم افغانستان په سیمه کې یوازینی هېواد دی چې ډېر خلک یې د خوراک لپاره څه نهلري، خو له افغانستان وړاندې په افریقا کې ۱۲ نور هېوادونه هم شته د افغانستان په پرتله یې حالت څو چنده خراب دی.
په راپور کې راغلي، په ۲۰۲۲ کال کې افغانستان له وچکالۍ، سیاسي او اقتصادي بې ثباتۍ، سختې بېوزلۍ او په نړیواله کچه د خوراکي او سون توکو د بیو د لوړېدو له امله له بدو پایلو سره مخ دی.
په دې راپور کې دا اندېښنه هم ښودل شوې چې د اوکراین جګړې وضعیت لا پسې بدتر کړی او ښايي چې راتلونکي کلونه د خوراکي او سون توکو بیې نورې هم پورته ولاړې سي.