هلمند سيند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره سوه.

Aug 5, 2023 - 21:26
 31
هلمند سيند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره سوه.

د هلمند سيند کلنۍ دودیزه مشاعره ترسره سوه.

دا هلمند دی چي یو ځل بیا د اداب د یوي لوی او ستري غونډې کوربه دی.

هلمند سیند  کلني دودیزه مشاعري ته  د هلمند په شمول د هیواد له مختلفو برخو نوموتي شاعران،ترانه ویونکي،نعت خوانان د ادب او فرهنګ مینوالو رابلل سوي وه دوي پخپلو شعرونو او ترانو دا مشاعره  ښکلي او رنګینه  کړې وه.

د هلمند سیند دودیزي کلني مشاعري پر مهال د ا.ا.ا ویاند وویل: دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چي د هلمند سیند په مشاعره کي ګډون کوم نوموړي هلمند له مختلفو زاويو څخه هسک او اوچت یاد کړ؛ د م.جاهد په خبره چي هلمند نه یواځي د شعر او ادب په تاريخ کي ځانګړی ځای لري بلکي په دیني او جهادي برخه کي هم د هلمند کارنامې د ستايني وړ دي.

نوموړي زیاته کړه چي د ا.ا مسؤلین ژمن دي چي د ګران هېواد د بیارغوني  او اقتصادي ودي لپاره کار وکړي نوموړي زیاته کړه چي په تېرو دوه کلونو کي زموږ هېواد په اقتصادي او بیا رغنيزو  برخو کي د ډېرو ښو پرمختګونو شاهد دی .

هغه له شاعرانو غوښتنه وکړه چي د شعر په ژبه د اسلامي نظام ساتنه وکړي په فکري روزنه کي خپل قلم تاند وساتي او د شعر په ژبه هغه څه راوسپړي چي په ټولنه کي اړتیا ورته لیدل کېږي .

د هلمند سیند دودیزي کلني مشاعري پر مهال د هلمند مرستیال والي وویل : چي شاعران او لیکوالان باید د قلم په ژبه د ټولني ناخوالي راوسپړي او د ټولني په اصلاح او سمون کي رغنده رول ولوبوي.

دده په خبره چي دا مشاعره نه یوازي یو فرهنګي حرکت دی بلکي شاعران کولای سي  د افغانستان د جوړلو لپاره د شعر په ژبه ښه او ګټوري طرحي وړاندي کړي.

شاعرانو،ترانه ویوونکو او نعت خوانانو په خپلو شعرونو،ترانو روان محفل رنګین کړل او څو شیبي د ادب او فرهنګ مینوال خوښ او خوشحال وساتل.

هلمند کي  داسي مهال د زرګونو ګډون والو په شتون کي د هلمند سیند کلني دودیزه مشاعره ترسره سول چي همدي ولایت ور ها خوا د افغانستان له مختلیفو برخو پکي شاعرانو او ترانه ویوونکي ګډون کړي وو.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو