د هند تاریخي فضايي توغندی د سپوږمۍ مدار ته دننه سوی، موخه یې سویلي قطب دی

Aug 7, 2023 - 10:43
 5
د هند تاریخي فضايي توغندی د سپوږمۍ مدار ته دننه سوی، موخه یې سویلي قطب دی

د هند فضایي اداره وايي، چې د چندریان-۳ په نامه توغندی یې د سپوږمۍ مدار ته دننه سوی دی.

د چندریان ـ ۳ ماموریت د جولای پر ۱۴ مه نېټه پیل سو. دې ماموریت کې سپوږمۍ ته یو داسې ماشین استول شوی، چې له سپوږمۍ کرد چاپیره به ګرځي.

بل دا چې د سپوږمۍ پر ځمکه به ځای په ځای کېني او شاوخوا ارزونه به کوي او درېیم ماشین یې لکه موټر داسی دی د سپوږمۍ پر ځمکه به هرې خوا ته ګرځي.

یاد ماموریت به هڅه وکړي، د سپوږمۍ پر ځمکه موټر ته ورته ماشین او ځای په ځای ناست ماشین د اګست په ۲۳ یا ۲۴مه ښکته کړي.