هلمند کي په یو ځل ۱۳ بابه مساجد جوړ او ګټې اخیستني ته وسپارل سول.

دغه مسجدونه د لښکرګاه او دوراهي،سنګين،موسی قلعه، کندهار هرات غځیدلې سړک،ګرشک او چانجیر پر لویو لارو جوړ او ګټي اخيستني ته وسپارل سول.
ددغه مسجدونو د جوړولو لړۍ د ا.ا تر واکمنېدو وروسته په لومړي ځل د هلمند ولایت والي په هلو ځلو پیل او پر لویو لارو د مسافرو د اسانتیا په موخه ۱۳ بابه مسجدونه په معیاري ډول جوړکړل.
د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولین وایی: چي د ا.ا د راتګ څخه وړاندي پر عمومي لارو مساجدو وجود نه درلود نو پر لویو لارو تګ کوونکي د ګڼو ستونزو سره لاس او ګریوان وه.
د دوی په خبره چي هلمند والي د خلګو یاده ستونزه جدي وګڼل نو ځکه یې پر عمومي لارو ۱۳ بابه مساجد جوړ کړه.
د مسولینو په خبره جې د مساجدو د ساتني لپاره ولایت مقام مؤظف کسان په دندو ګمارلي تر څو د همدې مساجدو پالنه په ښه ډول ترسره کړي.
همدا راز زیاتوي چي ولایت مقام په راتلوونکي کي هم پلان لري تر څو پر لویو لارو او مهمو ځایونو د ولسونو د اسانتیا په موخه ورته نور مساجد هم جوړ کړي.
د لویو لارو موټر چلوونکو اود سیمي اوسیدونکو سکون راډیو سره د خبرو پر مهال ددې مساجدو په جوړېدا سره خوښي وښودل او زیاته یې کړه چي دغه مساجدو کي د نارینه او ښځینه لمونځ کونکو لپاره د لمانځه او اوداسه بېل بېل ځایونه او ټولي اسانتیاوي لري چي دا ډېر ښه او پر ځای اقدام دی.
د دوي په وینا چي مسافر او پر لویو لارو تګ راتګ کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وه د اودس او لمانځه ادا کولو لپاره مناسب ځای نه درلود.
دوی له ټولو مسؤلینو اوملي پانګوالورغواړي تر څو نور هم د مسافرو او ولسي وګړو د اسانتیاو په برخه کي لازم او پر ځای اقدامات وکړي تر څو خلګ د ګڼو اسانتياوو څخه برخمن سي.
دا لومړي ځل دی چي هلمند کي د ولایتي اداري،ملي پانګوالو او خیریه بنسټونو له لوري په یو وار ۱۳ مساجد جوړ او ګټې اخیستني ته سپارل کیږي چې له دې څخه وړاندې یې ساري ندی لیدلې سوی.
حافظ احمد نصرت
سکون راډیو