عرفان اکاډمي له لوري د سیرت النبي پیل سوې سیالۍ پاي ته ورسیدي.

د لښګرګاه په زره کي د سیرت النبي سیالیو لپاره شانداره مراسیم.

May 12, 2023 - 16:18
May 12, 2023 - 16:22
 31
عرفان اکاډمي له لوري د سیرت النبي پیل سوې سیالۍ پاي ته ورسیدي.
عرفان اکاډمي له لوري د سیرت النبي پیل سوې سیالۍ پاي ته ورسیدي.

نن جمعه د ۱۴۰۲ هّـ ش کال د ثور یا غوایی میاشتي په ۲۲ مه نیټه د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کي د عرفان اکاډمي له لوري د سیرت النبي سیالیو لپاره چي څه موده مخکي پیل سوی وي وروستي پړاو ته یې  شانداره مراسیمو نیول سوي وه.

دې مراسیمو کي د پوهنتون استادانو،قومي مشران،ځوانانو او ګڼ شمیره زده کوونکو ګډون کړې وه.

د عرفان اکاډمي مدیر عبدالهادي اعتماد  ددې سیالیو په اړه سکون راډیو ته وویل چي دوه میاشتي وړاندې د هلمند په ټولو ښوونځیو،مدرسو او اکاډمیکو ځایونو کي د نوم لیکني بهیر پیل کړ چي تر یوی شفافي پروسي وروسته چي د نظارت چاري یې د هلمند پوهني ریاست ترسره کولي د سیرت النبي سیالیو غوره مقامونه اعلان کړل.

 

د اعتماد په خبره چي دې سیالیو کي شاوخوا شپږ سوه کسانو ګډون کړې وو چي ټولو ګډون کوونکو ته یو میاشت وخت ورکړل سوي وو.

دده په وینا چي ازموینه کي نهه سو پوښتني ځای پر ځای سوي وي او کوم کس چي ډیرو پوښتونو ته ځوابونه ورکړي تر نورو یې زیات نمري اخیستي دي چي له ډلي یې د هلمند پوهنتون زده کړیالان په لومړي،دوهم او دریم مقامونه کي راغلي.

ددې سیالیو غوره ګډون کوونکو په سیالیو کي  د ښه نمرو په ترلاسه کولو خوښي وښودل او غوښتنه یې وکړل چي داسي سیالۍ لا زیاتي سي ترڅو ځوانان تشویق کړل سي د دوي په خبره چي دې سیالیو ته یې خورا ښه چمتوالۍ نیولې وه دا چي اوس غوره مقامونه کي راغلي د خوشحالي احساس کوي.

دې مراسیمو ته ترنمونو او ترانو بیا رنګ ورکړي وه چي د پروګرام ګډون وال یې خوښ ساتلي وه

هلمند کي د یوی خصوصی ښوونیزي اکاډمي له لوري داسي مهال د سیرت النبي سیالیو پروګرام په لاره اچول  کیږي چي څه موده  وړاندي سکون راډیو هم د نعت ویوونکو سیالي لرل او د کال غوره نعت ویوونکي یې وستایل.

حافظ احمد نصرت

سکون راډیو